Home نړۍ امریکا د ډرون ضد سیستمونه په خپلو هوايي اډو کې ځای پر ځای کړي
نړۍ

امریکا د ډرون ضد سیستمونه په خپلو هوايي اډو کې ځای پر ځای کړي

رویټرز راپور ورکړی چې د امریکا پوځ په وروستیو اوونیو کې د اوکراین د ډرون ضد ټکنالوژۍ یو سیستم د سعودي عربستان په «شهزاده سلطان» هوايي اډه کې ځای پر ځای کړی دی.

د راپور له مخې، دغه سیستم د اوکراین د «سکای مپ» په نوم د قوماندې او کنټرول یو پلیټفورم دی، چې تر دې مخکې یې په دغه اډه کې د ځای پر ځای کېدو خبره نه وه افشا شوې.

پنځو باخبره سرچینو رویټرز ته ویلي چې د اوکراین پوځي چارواکي په وروستیو اوونیو کې دې اډې ته تللي، څو امریکايي سرتېرو ته د دغه سیستم د کارولو روزنه ورکړي.

د راپور له مخې، «سکای مپ» د اوکراین په پوځ کې د مقابل لوریو بې‌پیلوټه الوتکو، په ځانګړي ډول د «شاهد» ډوله ډرونونو د پېژندلو او د هغوی د مخنیوي لپاره د قوماندې او رهبرۍ په برخه کې کارول کېږي.

د شاهزاده سلطان هوايي اډه، چې له ایران سره شاوخوا ۶۴۰ کیلومتره واټن لري، د جګړې له پیل راهیسې څو ځله د ډرون او توغندیو د بریدونو هدف ګرځېدلې ده، چې په پایله کې یې الوتکو او ودانیو ته زیان اوښتی او لږ تر لږه یو امریکايي سرتېری هم پکې وژل شوی دی.

د راپور له مخې، شنونکي وایي په دغه اډه کې د اوکرایني ټکنالوژۍ کارول ښيي چې د امریکا د هوايي او توغندیزو دفاعي سیستمونو په برخه کې ځینې تشې او کمزورۍ شته.

راپور زیاتوي چې د اوکراین د څلور کلنې جګړې تجربه له روسیې سره دا سبب شوې چې کییف د ډرون او د ډرون ضد ټکنالوژۍ په برخه کې له ډېرو هېوادونو مخکې شي، او اوس هماغه په جګړه کې ازمویل شوې ټکنالوژي په منځني ختیځ کې کارول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version