Home افغانستان د بريټانیا استازي: د افغانستان وضعیت خراب بللی او د عاجل اقدام غوښتنه یې کړې.
افغانستان سیاست

د بريټانیا استازي: د افغانستان وضعیت خراب بللی او د عاجل اقدام غوښتنه یې کړې.

د افغانستان په اړه په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا استازي امنیت شورا ته خبرداری ورکړ،  چې د افغانستان وضعیت کړکیچن دی او د بحران د حل لپاره عاجل اقدامات ضروري دي.

نوموړي په  ټینګار سره ویلي، چې طالبان باید په  ښځو د زده‌کړو او نور  کاري محدودیتونه سمدستي لرې کړي.

هغه بشري مرستې یوه جدي اړتیا بللې او ویلي دي، چې د ژمي په راتلو سره کابو ۲۱.۹ میلیونه افغانان حیاتي مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي ویلي، چې بریتانیا د زیانمنو افغانانو سره د مرستې لپاره ۲۰۱ میلیونه ډالر، ځانګړي کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د بېلابېلو هېوادونو استازو د افغانستان په اړه څرګندونې کړې. خو دغه څرګندونو ته طالبانو تراوسه په ځواب کې څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version