د افغانستان په اړه په ملګرو ملتونو کې د بریټانیا استازي امنیت شورا ته خبرداری ورکړ، چې د افغانستان وضعیت کړکیچن دی او د بحران د حل لپاره عاجل اقدامات ضروري دي.
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې طالبان باید په ښځو د زدهکړو او نور کاري محدودیتونه سمدستي لرې کړي.
هغه بشري مرستې یوه جدي اړتیا بللې او ویلي دي، چې د ژمي په راتلو سره کابو ۲۱.۹ میلیونه افغانان حیاتي مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي ویلي، چې بریتانیا د زیانمنو افغانانو سره د مرستې لپاره ۲۰۱ میلیونه ډالر، ځانګړي کړي دي.
په ملګرو ملتونو کې د بېلابېلو هېوادونو استازو د افغانستان په اړه څرګندونې کړې. خو دغه څرګندونو ته طالبانو تراوسه په ځواب کې څه نه دي ویلي.
