د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وایي، چې لا د ۲۰۲۵ کال پای ته درې اوونۍ پاتې دي، خو په نړۍ کې د وژل شویو خبریالانو شمېر د ۲۰۲۴ کال له ریکارډ سره برابر شوی دی.
د کمېټې په تازه خپور شوي راپور کې راغلي، چې په روان کال کې د جګړو، هدفی بریدونو او ناامنیو له امله ټولټال ۱۲۶ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
راپور زیاتوي، چې د غزې په جګړه کې د اسراییلو بریدونو او همدارنګه په ایران او یمن کې د خبریالانو پر ضد وژنو د قربانیانو شمېر لوړ کړی دی.
رسنیو فعالانو روان حالت د بیان ازادۍ او د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د اندېښنې وړ بللی دی او د نړۍ والې ټولنې څخه یې غوښتنه کړې، چې د رسنیزو کارکوونکو د ساتنې لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
