نړۍ

ایران پر قطر، متحده عربي اماراتو او بحرین توغندیز بریدونه پیل کړل

د متحده عربي اماراتو د دفاع وزارت اعلان کړی، چې د دغه هېواد د هوايي دفاع سیستمونه د ایراني توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د شنډولو په عملیاتو بوخت دي. تر اوسه د دغو بریدونو د احتمالي مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

له بلې خوا، د قطر له پلازمېنې دوحې د چاودنو د غږونو د اورېدل کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د راپورونو له مخې، هلته هم د هوايي دفاع سیستمونه فعال شوي او د توغندیو د شنډولو هڅې کوي. چارواکو د دوحې اوسېدونکو ته سپارښتنه کړې، چې په کورونو او خوندي ځایونو کې پاتې شي.

همدارنګه، په بحرین کې هم د هوايي بریدونو د خطر زنګ وهل شوی او خلکو ته ویل شوي، چې وارخطا نه شي او نږدې خوندي ځایونو ته پناه یوسي.

دا بریدونه وروسته له هغې شوي، چې د امریکا د پوځ مرکزي قومندانۍ اعلان وکړ، په هرمز تنګي کې پر یوې سوداګریزې بېړۍ د برید په ځواب کې یې د ایران پر ځینو هدفونو هوايي بریدونه کړي دي.

تر دې وړاندې د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو ګواښ کړی و، که امریکا او متحدان یې دا پېښه د نورو پوځي اقداماتو لپاره پلمه کړي، نو له سخت غبرګون سره به مخ شي او په سیمه کې به امریکايي پوځي اډې په نښه کړي.

ایراني ځواکونو هم ویلي وو، چې د هر ډول احتمالي پوځي مداخلې د پایلو مسؤلیت به د امریکا، اسراییل او هغو هېوادونو پر غاړه وي چې امریکا ته یې خپلې پوځي اډې ورکړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *