نړۍ

ایران: په کویټ او بحرین کې مو د امریکا پوځي تاسیسات په نښه کړي

د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو ویلي، چې په کویټ او بحرین کې یې د امریکا پر پوځي تاسیساتو د بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي. تهران دا اقدام د امریکا د پرله‌پسې بریدونو په غبرګون کې بللی او د نورو بریدونو د دوام خبرداری یې ورکړی دی.

د ایران د پوځ د عامه اړیکو د خبرپاڼې له مخې، د امریکا پر پوځي مرکزونو د بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو نوې څپه پیل شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، ایران ادعا کړې چې په کویټ کې یې د امریکا د پوځ د «پېټریوټ» هوايي دفاعي سیستم، د مهماتو زېرمتونونه او راداري مرکزونه په نښه کړي دي.

همدارنګه، د ایران د پوځ په وینا، په جلا برید کې یې د بحرین په خاوره کې د امریکا د پوځ د مخابراتي او راداري مرکزونه هم هدف ګرځولي دي.

د ایران پوځ په خبرپاڼه کې ویلي: «د سیمې د ناامنۍ او د دغو اقداماتو د پایلو مسؤلیت به د امریکا او اسراییلو پر غاړه وي. که بریدونه دوام ومومي، سخت غبرګون به وښیو.»

تر اوسه د امریکا، کویټ او بحرین چارواکو د ایران د دغو ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *