افغانستان

د ملګرو ملتونو د کډوالو استازی: افغانان دې یوازې د خوندي ژوند له برابرېدو وروسته ستانه شي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي، عرفات جمال، ویلي چې افغان کډوال باید یوازې هغه مهال خپل هېواد ته ستانه شي چې د خوندي او باعزته ژوند شرایط ورته برابر وي.

عرفات جمال ویلي، افغانستان له سخت بشري او اقتصادي وضعیت سره مخ دی او له ۲۰۲۳ کال راهیسې له اووه میلیونو ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي، چې یوازې روان کال شاوخوا یو میلیون کسان له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي دي.

هغه زیاته کړې، افغانستان د دومره لوی شمېر ستنېدونکو د منلو بشپړ توان نه لري، ځکه اقتصاد کمزوری دی او د کار او عاید فرصتونه محدود دي.

د ملګرو ملتونو دغه استازي د ښځو او نجونو وضعیت هم د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې نجونې له شپږم ټولګي پورته له زده کړو محرومې دي او پر ښځو سخت محدودیتونه لګېدلي دي.

عرفات جمال له هېوادونو غوښتي چې خبریالان، د ښځو د حقونو فعالان، ورزشکاران او نور له خطر سره مخ افغانان په زوره افغانستان ته ونه ستنوي.

هغه ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د افغانانو د ساتنې او د ستنېدونکو د بېرته مېشتېدو لپاره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *