Home افغانستان اوچا: وروستیو سېلابونو ۶۱ روغتیايي مرکزونه او سلګونه ښوونځي زیانمن کړي
افغانستان

اوچا: وروستیو سېلابونو ۶۱ روغتیايي مرکزونه او سلګونه ښوونځي زیانمن کړي

ادارې (اوچا) ویلي، وروستیو سېلابونو د افغانستان په څو ولایتونو کې پراخ زیانونه اړولي دي.

اوچا زیاتوي، په ننګرهار، کندهار، زابل، لوګر او بادغیس کې لسګونه روغتیايي مرکزونه زیانمن شوي او ګڼ ښوونځي هم له منځه تللي، چې له امله یې د زرګونو ماشومانو زده‌کړې اغېزمنې شوې دي.

د راپور له مخې، په دغو سېلابونو کې له ۲۱۴ څخه ډېر کسان ژوند بایللی او زرګونه کورونه نړېدلي دي. اوچا خبرداری ورکړی، چې د بودیجې کمښت او د سړکونو خرابوالی زیانمنو سیمو ته د مرستو رسولو بهیر له ستونزو سره مخ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version