Home افغانستان افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې ۱۷۵م ځای؛ د رسنیو وضعیت لا هم خراب شوی
افغانستان

افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې ۱۷۵م ځای؛ د رسنیو وضعیت لا هم خراب شوی

افغانستان د نړۍ د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې په ۲۰۲۶ کال کې د ۱۸۰ هېوادونو له ډلې ۱۷۵م ځای خپل کړی، چې دا هېواد د رسنیو د ازادۍ له پلوه د نړۍ له تر ټولو ټیټو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

د «د بې پولې خبریالانو سازمان» د راپور له مخې، په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال راهیسې د رسنیو وضعیت په چټکۍ سره خراب شوی دی. په راپور کې ویل شوي چې خبریالان له سانسور، سختو قانوني محدودیتونو او د امنیت له جدي ګواښونو سره مخ دي، چې د ازادې ژورنالېزم فضا یې تر ډېره محدوده کړې ده.

راپور زیاتوي، چې افغانستان په تېرو پنځو کلونو کې ۵۳ درجې شاتګ کړی، چې دا د مطبوعاتي ازادۍ د دوامدار سقوط څرګنده نښه ده. د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلونونو وروسته د هېواد د رسنیو چاپېریال تر بل هر وخت سخت شوی، او ګڼې رسنۍ تړل شوې یا یې خپل فعالیتونه د سختو محدودیتونو لاندې روان ساتلي دي.

د راپور له مخې، د واکمنې ادارې تر واک لاندې پر رسنیو سخت مقررات لګول شوي، د خبریالانو پر کار پراخ څار او محدودیتونه شته، او هڅه کېږي چې د معلوماتو د خپرېدو بهیر تر کنټرول لاندې وساتل شي. دا وضعیت د خپلواکې رسنۍ د کمزوري کېدو او د خبریالانو د فشار لاندې کار کولو لامل شوی دی.

نړیوال راپور همدارنګه څرګندوي، چې په ټوله نړۍ کې د مطبوعاتو وضعیت مخ پر خرابېدو دی، او د لومړي ځل لپاره د نړۍ له نیمایي څخه زیات هېوادونه د ژورنالیزم له پلوه په «سخت» یا «ډېر خطرناک» حالت کې قرار لري.

په راپور کې ویل شوي چې هېوادونه لکه ناروې د مطبوعاتو د ازادۍ په سر کې پاتې شوي، په داسې حال کې چې اریټریا د شاخص په وروستي ځای کې راغلی دی.

کارپوهان وایي، چې په افغانستان کې د رسنیو راتلونکی لا هم مبهم دی او د اوسنیو محدودیتونو له امله د خپلواک ژورنالېزم فضا ورځ تر بلې محدوده کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version