د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې اړوند ژمنو په پلي کولو کې په پرلهپسې توګه پاتې راغلي دي.
د وزارت یوه ویاند د امریکا غږ ته ویلي، چې سختدریځې وسلهوالې ډلې لا هم افغانستان د خوندي پناه ځای په توګه کاروي، چې د سیمې بېثباتۍ ته یې لاره هواره کړې ده.
بل لور ته، د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې د داعش د پراخ حضور په اړه اندېښنې رد کړې او ویلي یې دي، چې طالبان دغه ډله ځپلې او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ ګواښ نه متوجه کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د روسیې پرته بل هېڅ هېواد تراوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.
