Home افغانستان امریکا: طالبان د ترهګرۍ ضد ژمنو په پلي کولو کې پاتې راغلي
افغانستان

امریکا: طالبان د ترهګرۍ ضد ژمنو په پلي کولو کې پاتې راغلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې اړوند ژمنو په پلي کولو کې په پرله‌پسې توګه پاتې راغلي دي.

د وزارت یوه ویاند د امریکا غږ ته ویلي، چې سختدریځې وسله‌والې ډلې لا هم افغانستان د خوندي پناه ځای په توګه کاروي، چې د سیمې بې‌ثباتۍ ته یې لاره هواره کړې ده.

بل لور ته، د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په افغانستان کې د داعش د پراخ حضور په اړه اندېښنې رد کړې او ویلي یې دي، چې طالبان دغه ډله ځپلې او د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته هېڅ ګواښ نه متوجه کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت د روسیې پرته بل هېڅ هېواد تراوسه په رسمیت نه دی پېژندلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version