Home افغانستان افغان کرکټ بورډ، رحمت شاه د حشمت شهیدي پرځای د ملي لوبډلې نوی مشر ټاکلی
افغانستان لوبې

افغان کرکټ بورډ، رحمت شاه د حشمت شهیدي پرځای د ملي لوبډلې نوی مشر ټاکلی

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی، چې د ملي لوبډلې د ټېسټ او یو ورځنیو سیالیو د لوبډلمشر حشمت الله شهیدي له استعفا وروسته، رحمت شاه زرمتی د دغو دواړو بڼو د لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، رحمت شاه چې تر دې وړاندې یې د ملي لوبډلې د مرستیال لوبډلمشر دنده ترسره کوله، د ټېسټ او یو ورځنیو لوبو مشري به پر غاړه ولري، په داسې حال کې چې رحمن الله ګربز د یادو دواړو بڼو د مرستیال لوبډلمشر په توګه ټاکل شوی دی.

کرکټ بورډ د پخواني لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د دورې ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د نوموړي په مشرۍ افغان لوبډلې مهمې بریاوې او لاسته راوړنې ترلاسه کړې دي.

د معلوماتو له مخې، شهیدي په ۵۵ نړیوالو سیالیو کې د افغانستان مشري کړې، چې له ډلې یې ۲۷ لوبې افغان لوبډلې ګټلې دي. نوموړي د ۲۰۲۳ کال په نړیوال جام کې هم د انګلستان، پاکستان، نیدرلنډ او سریلانکا پر وړاندې د افغانستان په بریاوو کې مهم رول درلود، چې افغان لوبډلې په پای کې شپږم مقام خپل کړ.

همدارنګه د شهیدي په مشرۍ افغانستان د چمپینز ټرافي سیالیو کې د انګلستان پر وړاندې بریا خپله کړه او د یادو سیالیو پنځم مقام یې ترلاسه کړ. د هغه په دوره کې افغانستان د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په درجه بندۍ کې د لومړي ځل لپاره اووم مقام ته هم ورسېد.

کرکټ بورډ ویلي، چې شهیدي د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د افغانستان لپاره پنځه پرله‌پسې لوبلړۍ هم ګټلې دي.

رحمت شاه زرمتی چې له تېرو څو کلونو راهیسې د ملي لوبډلې له مهمو لوبغاړو او مرستیال لوبډلمشرانو څخه و، د نړیوال کرکټ او د لوبډلې له چاپېریال سره پراخه تجربه لري.

افغانستان کرکټ بورډ هیله څرګنده کړې، چې رحمت شاه به د خپلې تجربې په کارولو سره د ملي لوبډلې د لا ډېرو بریاوو لپاره هڅې وکړي.

ټاکل شوې رحمت شاه او رحمن الله ګربز به د افغانستان د راتلونکې لوبلړۍ پر مهال د ایرلنډ پر وړاندې په خپلو نویو مسوولیتونو کې دنده پیل کړي.

حشمت الله شهیدي د ۲۰۲۱ کال د مې په ۳۱مه د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر ټاکل شوی و او خپله لومړنۍ لوبلړۍ یې د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ کې د نیدرلنډ پر وړاندې د بریا په ترلاسه کولو سره پیل کړې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version