افغانستان

مورې! سبا چې راويښه شم، ګورې ښوونځي به خلاص وي”

مورې، سبا چې راويښه شم، ګورې ښوونځي به خلاص وي”

دا وخت په افغانستان کې د سړو سیمو د تعلیمي کال له پای ته رسېدو سره، د هلکانو ښوونځي له شور، خندا او ګڼې ګوڼې ډک ښکاري، خو دنجونو د لومړنیو ښوونځیو مخې ته د غم یوه سړه چوپتیا خپره ده. دلته د شپږم ټولګي زده کوونکې د ازموینو د پای لمانځلو پر ځای، د تړلو دروازو ماتم کوي.

موسکا، شاوخوا دولس کلنه ده، د قرانکریم روان تلاوت یې مدرسه کې زده کړی، د ښوونځي له ممتازو زده کوونکو یوه او د وطن له هغو میلیونونو نجونو څخه ده چې د ښوونځي تړلې دروازې یې هیلې خاورې کوي.
د موسکا کورنۍ د خپلې لور د حالاتو په اړه وايي چې هغې ته تر اوسه د ښوونځي تړل کېدو بشپړ منل اسانه نه دي.

“مورې، سبا چې راويښه شم، ګورې ښوونځي دې خلاص وي”

د موسکا کورنۍ، رڼا سره خبرو کې وايي، کله یې چې سبا د شپږم ټولګي او بلاخره د ښوونځي وروستۍ ورځ وه له ماښامه بیا تر نیمې شپې یې له مور او پلاره پرله پسې پوښتل
“زه به نوره نه ځم؟”
خو مور او پلار بې ځوابه او د حالاتو ګونګي!
هغې به کله یو دم د خیال په نړۍ کې د سبا ورځې تصویر جوړ کړ، په منډه به د مور خواته ورغله او ویل به یې:
“مورې، سبا چې راويښه شم، ګورې ښوونځي به خلاص شوي وي. زه طالع منده یم، ګورې داسې دې وشي.”

خو سهار چې ښوونځي ته روانه شوه، د طالع‌مندۍ هېڅ نښه نه ښکاره کېده. د ملګرو هغه تود هرکلی، د ټولګي شور، ازموینو وروسته خوښي؛ هیڅ هم نه وه.
ځکه دا شېبې وروستۍ وې

“ته ورسره خبرې وکړه، زه به خپل مخ لا پټ کړم”

موسکا د ازموینو له پای وروسته د پلار لوري ته راغله. پړونی یې دوه ځله له سره تاو کړ او ورته ویې ویل:
“ته چا سره خبرې وکړه، زه به خپل مخ پوره پټ کړم، خو اجازه راکړي ښوونځي ته لاړه شم.”

پلار یې په ځواب کې هېڅ و نه ویل؛ یوازې چوپتیا، داسې چوپتیا چې د هیلو ماتې پکې برېښېدې.
دا یوازې د موسکا کورنۍ نه ده، چې د داسې غمجنو او بې سرنوشته شېبو ځواب نه لري
دا د هرې افغانې لور د کورنۍ ګونګ او مبهوت حالت دی.
شاوخوا څلور کاله کېږي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي دي. خلکو، علماو، ان د اوسني حکومت ځینو چارواکو او نړیوالو بیا بیا د ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه کړې، خو موسکا او د هغې په څېر میلیونونو نجونو ته لا هم هېڅ عملي ځواب نه دی ورکړل شوی.
ویاندویانو په لومړیو کې څو ځلې د یوې “طرحې” د جوړېدو خبره کوله، خو تر ننه بل هېڅ څرک ونه لیدل شو، پرته له هغو تړلو دروازو چې د نجونو د راتلونکي پر لور ولاړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *