د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ماشومانو پر حقونو د پانګونې او د هغوی د راتلونکي د خوندي کولو غوښتنه کړې ده.
یونیسف ویلي، پر ماشومانو پانګونه د ټولو د ګډ راتلونکي لپاره پانګونه ده.
د دغه بنسټ په وینا، د افغانستان په ګډون د نړۍ میلیونونه ماشومان له زدهکړو، کافي خوړو، روغتیايي خدمتونو او امنیت څخه بېبرخې دي.
په افغانستان کې ماشومان د خوارځواکۍ، د جګړو د پاتې شویو ماینونو د چاودنو او جنسیتي تبعیض له ګواښونو سره مخ دي. په ځانګړي ډول نجونې له پنځو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته زدهکړو څخه محرومې دي.
د ماشومانو نړیواله ورځ هر کال د نومبر په ۲۰مه لمانځل کېږي، څو د ماشومانو حقونو، خوندیتوب او هوساینې ته د نړۍ پام واړول شي.
