په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، هره نجلۍ حق لري، چې په ازاده توګه زدهکړې وکړي، وده وکړي او د خپلې خوښې راتلونکی جوړه کړي.
یوناما د اکتوبر د ۱۱مې، د نجونو د نړۍوالې ورځې، په مناسبت ویلي، نجونې د راتلونکې مشرانې دي، نوښتګرې او خلاقې دي او کولای شي نړۍ بدله کړي.
د یوناما په وینا، لا هم په افغانستان کې میلیونونه نجونې له بېلابېلو ستونزو، لکه بېوزلۍ، کمعمره ودونو، زدهکړو ته محدود لاسرسي او بېسوادۍ سره مخ دي.
یوناما ټینګار کړی، چې زدهکړې لا هم د نجونو د استعدادونو او وړتیاوو د غوړېدو لپاره له تر ټولو اغېزناکو لارو څخه دي.
یوناما زیاته کړې، پنځه کاله کېږي، چې په افغانستان کې نجونې له لومړنیو زدهکړو پورته د نورو زدهکړو له دوام څخه محرومې دي.
دغې اداې د نجونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د عملي او نويو اقداماتو غوښتنه کړې، څو د هرې افغانې نجلۍ د زدهکړو، مناسب کار، فردي انتخابونو او د خپلې خوښې راتلونکې د جوړولو حقونه تضمین شي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر په ۱۹مه، د اکتوبر ۱۱مه د نجونو د نړۍوالې ورځې په توګه ونوموله، څو د نجونو له حقونو ملاتړ وشي او په ټوله نړۍ کې د هغوی ځانګړو ستونزو ته پاملرنه زیاته شي.
