په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) وایي، چې تېره شپه د افغانستان په کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۸ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۴۹ نور ټپیان شوي دي.
یوناما په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا شمېرې لومړنۍ دي او امکان لري، چې روغتونونو کې د ټپیانو د درملنې له دوام سره بدلون ومومي.
د یوناما د معلوماتو له مخې، د ځايي وخت له مخې د شپې شاوخوا ۱۱:۳۰ بجې د پکتیا ولایت د څمکني ولسوالۍ په یوه هوايي برید کې لږ تر لږه ۲۲ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.
یوناما ویلي، چې په ورته وخت کې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې په بل هوايي برید کې شپږ ملکي وګړي شهیدان شوي دي.
دغه راز د کونړ ولایت په مرورې ولسوالۍ کې هم دوه ماشومان ټپیان شوي دي.
