Home افغانستان یوناما: خوست، کونړ او پکتیکا په هوايي بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي شهیدان او ۱۰ ټپیان دي
افغانستان سیاست

یوناما: خوست، کونړ او پکتیکا په هوايي بریدونو کې ۱۳ ملکي وګړي شهیدان او ۱۰ ټپیان دي

په فغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) وایي، چې د جون د ۹ او ۱۰ مې شپې په هوايي بریدونو کې د افغانستان په سوېل ختیځ ولایتونو خوست، پکتیکا او په خیتځ کونړ کې ۱۳ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

یوناما ویلي، چې د ملکي تلفاتو دا پېښه د اندېښنې وړ ده او باید وڅېړل شي.

یوناما دې پېښې په غبرګون کې یو ځل بیا د تاوتریخوالي کمولو، دایمي اوربند، د ملکي وګړو د خوندیتوب، د بشري مرستو لپاره د لارو د بیا پرانستلو او د اختلافاتو د هواري لپاره د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version