د ایران او امریکا ترمنځ کړکېچ لا پسې زیات شوی دی. د ایران د اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو (IRGC) اړوندو سرچینو ادعا کړې، چې ایران په بحرین او کویټ کې پر هغو اهدافو بریدونه کړي، چې امریکایي ځواکونه پکې مېشت دي. د راپورونو له مخې، په دواړو هېوادونو کې د امریکا اړوندو تاسیساتو ته نږدې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
تهران خبرداری ورکړی، چې د هر ډول نوي برید په ځواب کې به لا قوي او پرېکنده اقدامات ترسره کړي. همدارنګه راپورونه وایي، چې ایران د اسرائیل پر ضد د پراخو پوځي عملیاتو لپاره چمتووالی نیسي او ښایي د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو لومړنۍ څپه د اسرائیل د مرکزي سیمو پر مهمو اهدافو وتوغول شي.
د ایران سپاه پاسداران دا ادعا هم کړې، چې د فارس خلیج پر فضا د الوتنې پر مهال یې د امریکا د هوايي ځواک یوه F-16 جنګي الوتکه په توغندي نښه کړې، چې د دوی په وینا الوتکې د ګواښ د مخنیوي لپاره سیمه پرېښې ده.
بل لور ته ایراني رسنیو راپور ورکړی، چې د هرمز تنګي له لارې د تېرېدو په حال کې دوه بېړۍ په نښه شوې دي. سپاه پاسداران ادعا کوي، چې د امریکا د «تیري» له امله د هرمز تنګی د سمندري تګ راتګ پر مخ تړل شوی او هره بېړۍ چې له دې لارې د تېرېدو هڅه وکړي، له پوځي اقدام سره به مخ شي.
ایران د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د احتمالي خبرو راپورونه رد کړي او ټینګار یې کړی، چې د هر ډول برید په وړاندې به متقابل ځواب ورکړي.
همدارنګه نوې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي، چې د ایران د زنجان ولایت څخه د سیمې پر امریکایي پوځي اډو د بالستیک توغندیو د توغولو صحنې ثبت شوې دي. ځینې راپورونه دا هم وایي، چې ایران په اردن کې پر یوې امریکایي پوځي اډې د لرې واټن بالستیک توغندی ویشتلی دی.
