Home افغانستان په ترکیه کې ۲۷ افغان کډوال نیول شوي دي
افغانستان

په ترکیه کې ۲۷ افغان کډوال نیول شوي دي

د ترکیې د بالیک‌اسیر ولایت امنیتي چارواکو د کډوالو د قاچاق پر وړاندې د عملیاتو په ترڅ کې ۲۷ افغان کډوال نیولي دي.

د ترکیې د رسنیو د راپورونو له مخې، امنیتي ځواکونو د ازمیر – استانبول پر لویه لار دوه موټر درولي او د پلټنې پر مهال یې ۲۷ افغان کډوال موندلي دي.

راپور زیاتوي، چې نیول شوي کډوال له اداري پړاوونو تر بشپړېدو وروسته د ناقانونه کډوالو د منلو او لېږد مرکز (ګوکسیم) ته لېږدول شوي دي.

په همدې تړاو درې کسان هم د کډوالو د قاچاق د تنظیموونکو په تور نیول شوي او زندان ته لېږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې، د دې پېښې په تړاو څېړنې او اداري اقدامات لا هم روان دي.

بلخوا ترکیې د روان میلادي کال په اوږدو کې تر ۳۴ زرو ډېر افغان کډوال د ناقانونه کډوالۍ په تور پېژندلي او نیولي دي، خو په دغه هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو کره شمېر لا هم نه دی څرګند.

په افغانستان کې ناڅرګند وضعیت او د کاري فرصتونو نشتون له امله په دې وروستیو کې ګڼ شمېر ځوانان د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version