Home افغانستان فضلي: امریکا له افغانستانه نه ده وتلې، بلکې د خپل حضور بڼه یې بدله کړې ده
افغانستان سیاست

فضلي: امریکا له افغانستانه نه ده وتلې، بلکې د خپل حضور بڼه یې بدله کړې ده

د افغانستان د اکثریت ګوند مشر فضل محمود فضلي وایي، امریکا له افغانستانه نه ده وتلې، بلکې یوازې یې په دغه هېواد کې د خپل حضور بڼه بدله کړې او د دوحې تړون له لارې یې د افغانستان د سیاسي وضعیت د مدیریت لپاره نوې تګلاره غوره کړې ده.

فضلي په یوه اوږده لیکنه کې ادعا کړې، چې امریکا او لوېدیځ هېوادونه په ظاهره د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو په عمل کې ورته مالي، سیاسي او دیپلوماتیک ملاتړ برابروي.

نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي سیاسي او امنیتي تحولات د یوې نوې سیمه‌ییزې سناریو لومړني ګامونه بللي او ادعا یې کړې، چې امریکا د پاکستان په همغږۍ په افغانستان او سیمه کې د یوې نوې جهادي څپې د رامنځته کېدو لپاره زمینه برابروي.

فضلي د پاکستان له‌خوا د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر میاشتې هوايي بریدونو، د دوحې او استانبول مذاکراتو او د افغانستان په اړه د زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو ته په اشارې ویلي، چې دغه اقدامات د افغانستان د نړیوال تروریزم د مرکز په توګه د معرفي کولو لپاره د یوه نوي روایت جوړولو هڅې دي.

نوموړي له طلوع ټلوېزیون سره د خلیلزاد مرکه هم د یادې طرحې یوه برخه بللې او ویلي یې دي، چې هغه په خپلو څرګندونو کې له پاکستان سره د طالبانو د امنیتي مذاکراتو، د ټاکنیز نظام د رامنځته کېدو، د غیرطالب افغانانو د سیاسي ګډون، د بهرمېشتو افغان سیاستوالو د بیا منظمېدو او د امریکا له لوري د افغانستان د هوايي څارنې ملاتړ کړی دی.

فضلي همداراز ادعا کړې، چې د خلیلزاد څرګندونې د پاکستان له اوسنیو سیاسي او پوځي موخو سره همغږې دي او ځینې ډلې د نادولتي مؤسسو (NGO) تر نامه لاندې د ورته نظریاتو د خپرولو لپاره بېرته فعالیت پیلوي.

نوموړي دغه بهیر د ۲۰۰۱ کال د بُن د سیاسي پروسې له تکرار سره ورته بللی او له افغان ملتپالو او روڼ‌اندو یې غوښتي، چې د بهرنیو اجنډاوو پر ځای د ملي ګټو، داخلي انسجام او ملي تفاهم پر بنسټ د سیاسي بحثونو ملاتړ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version