د طالبانو حکومت د ملي پراختیا شرکت وايي، د قوشتپې کانال د دویم فاز د کېندنې چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوې او ټاکل شوې چې ډېر ژر د آمو سیند اوبه دې کانال ته ورخوشې شي.
دغه شرکت زیاتوي، د کانال په اوږدو کې د ۴۷ پلونو او د اوبو د کنټرول تأسیساتو د جوړولو چارې هم روانې دي.
د سرچینې په وینا، د اوبو د تنظیم سربند او برېښناکوټي چارې هم د بشپړېدو په حال کې دي.
قوشتپه کانال د افغانستان له سترو بنسټیزو پروژو څخه دی چې په بشپړېدو سره به یې زرګونه هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ازبکستان د اوبو سرچینو وزیر شوکت همراهیف مخکې ویلي وو، چې د قوشتپې کانال تر ۲۰۳۰ کال پورې د آمو سیند اوبه نه کاروي او له بشپړېدو وروسته به له طالبانو سره د اوبو د وېش په اړه هوکړه لاسلیک کړي.
