Home افغانستان ملګري ملتونه: د مرستو کمښت په افغانستان کې له یو میلیون ډېرې ښځې او نجونې اغېزمنې کړې
افغانستان

ملګري ملتونه: د مرستو کمښت په افغانستان کې له یو میلیون ډېرې ښځې او نجونې اغېزمنې کړې

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه وايي، په افغانستان کې د نړۍوالو مرستو کمښت د ښځو او نجونو لپاره د حیاتي خدمتونو د بندېدو لامل شوی، په داسې حال کې چې د هغوی پر وړاندې د تاوتریخوالي ګواښونه مخ په زیاتېدو دي.

دغه بنسټ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د ۱۶ ورځني کمپاین د پیل په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اقتصادي ستونزې، چاپېریالي ګواښونه او بشري بحرانونه د طالبانو د محدودیتونو اغېزې لا زیاتې کړې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ځانګړې استازې سوسن فرګوسن له نړۍوالو مرستندویانو غوښتي، چې د ښځو په مشرۍ د بنسټونو ملاتړ زیات کړي او د هغوی د فعالیتونو د دوام لپاره اقدام وکړي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، یوازې په ۲۰۲۶ کال کې په افغانستان کې د مرستو د کمښت له امله د تاوتریخوالي د قربانیانو د ملاتړ څه باندې ۱۹۳ مرکزونه تړل شوي، چې له یو میلیون څخه ډېرې ښځې او نجونې یې اغېزمنې کړې دي.

دغه بنسټ زیاتوي، چې د ښځو په مشرۍ د نیمایي هغو سازمانونو اټکل کړی، چې د مرستو د کمښت له امله به د ۲۰۲۷ کال تر اپرېل پورې خپل فعالیتونه ودروي یا دفترونه وتړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version