Home افغانستان ملګري ملتونه: له ایران او پاکستانه راستنې شوې افغانې ښځې له سختو ستونزو سره مخ دي
افغانستان

ملګري ملتونه: له ایران او پاکستانه راستنې شوې افغانې ښځې له سختو ستونزو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان ته د راستنو شویو څه باندې ۶.۵ میلیونه کسانو له ډلې ډېری یې له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي.

د دې ادارې د راپور له مخې، یوازې په ۲۰۲۵ کال کې نږدې درې میلیونه افغانان هېواد ته راستانه شوي، چې له امله یې د کورونو، کارموندنې او عامه خدمتونو پر وړاندې فشارونه زیات شوي دي.

راپور زیاتوي، چې ښځې او نجونې د راستنېدونکو له نیمایي ډېرې جوړوي او ښځې او ماشومان په ګډه د مرستو د ترلاسه کوونکو نږدې ۸۲ سلنه جوړوي.

د راپور له مخې، له ایران څخه راستنې شوې ګڼې افغانې ښځې د کار، زده‌کړو او اقتصادي فرصتونو له نشتوالي سره مخ دي او د ژوند لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره د بشري مرستو اړتیا لري.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، د نغدي مرستو، حرفوي زده‌کړو، د کارموندنې او د ښځو د خوندیتوب خدمتونو برابرول د راستنېدونکو د ملاتړ لپاره اړین دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version