Home افغانستان ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څېړنیز میکانېزم د اوو بستونو د حذف وړاندیز شوی
افغانستان سیاست

ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څېړنیز میکانېزم د اوو بستونو د حذف وړاندیز شوی

د بشري حقونو څار سازمان وایي، د ملګرو ملتونو د اداري او بودجوي چارو کمېټې په ۲۰۲۷ کال کې د افغانستان د خپلواک څېړنیز میکانېزم له ۱۷ کاري بستونو څخه د اوو بستونو د حذف وړاندیز کړی دی.

د دغه سازمان په وینا، د بستونو او بودجې کمول به د بشري حقونو د سرغړونو او نړیوالو جرمونو په اړه د څېړنو وړتیا محدوده او د دې میکانېزم خپلواکي له ګواښ سره مخ کړي.

د بشري حقونو څار سازمان له ملګرو ملتونو غوښتي چې دغه وړاندیز رد او د میکانېزم لپاره اړینه بودجه تصویب کړي.

یاد میکانېزم د ۲۰۲۵ کال په اکتوبر کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا له خوا په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو او د بشریت ضد جرمونو د څېړلو او د عاملانو د حساب ورکولو په موخه جوړ شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version