Home افغانستان ایران افغانستان ته د غیرنفتي صادراتو د زیاتوالي خبر ورکړی
افغانستان سوداګري

ایران افغانستان ته د غیرنفتي صادراتو د زیاتوالي خبر ورکړی

د ایران د دوغارون ګمرک چارواکي وايي، د روان لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې افغانستان ته د دغه هېواد غیرنفتي صادرات د تېر کال د همدې مودې په پرتله د وزن له مخې ۳۲ سلنه زیات شوي دي.

د تایباد د دوغارون ګمرک عمومي رئیس ویلي، چې په دې موده کې د یاد ګمرک له لارې افغانستان ته ۷۴۵ زره او ۷۰۰ ټنه غیرنفتي توکي صادر شوي، چې ارزښت یې ۲۴۷ میلیونه او ۵۹۰ زره ډالرو ته رسېږي.

د نوموړي په وینا، د دغو صادراتو ارزښت هم د تېر کال د ورته مودې په پرتله ۱۰ سلنه زیاتوالی ښيي.

هغه زیاته کړې، چې په دې موده کې د دوغارون له لارې افغانستان ته ټولټال یو میلیون او ۲۱۶ زره ټنه توکي، د دوه میلیارده او ۳۹۸ میلیونه ډالرو په ارزښت لېږدول شوي دي.

د دوغارون ګمرک د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې له افغانستان څخه ایران ته ۱۱ زره او ۸۸۴ ټنه توکي صادر شوي، چې ارزښت یې ۲۲ میلیونه او ۳۵۰ زره ډالره ښودل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version