د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو وايي، طالبان په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د اوسني وخت تر ټولو سخت تبعیض کوي او سیاستونه یې د جنسیتي اپارټایډ بڼه لري.
نوموړي د فرانسې د استازو جرګې ته ویلي، چې طالبان ښځې او نجونې له زدهکړو، روغتیايي خدمتونو او کار څخه محرومې کړې او له عامه ژوند څخه یې څنډې ته کړې دي.
بارو زیاته کړې، فرانسه نه غواړي له طالبانو سره ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي، خو د افغان ښځو او نجونو ملاتړ ته به دوام ورکړي.
د نوموړي په وینا، فرانسې تر اوسه ۱۸ زره او ۵۰۰ افغانان منلي او د راتلونکي تعلیمي کال له پیله به ۵۰ افغانې محصلینې د دغه هېواد په پوهنتونونو کې ومنل شي او په سپټمبر کې به ۳۵ نورې بورسونه هم ورکړل شي.
