Home افغانستان کابلوف: د داعش پر وړاندې د طالبانو مبارزه ستایلې ده
افغانستان

کابلوف: د داعش پر وړاندې د طالبانو مبارزه ستایلې ده

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، طالبان د خپلو امکاناتو او لګښتونو په مټ د داعش ډلې پر وړاندې مبارزه کوي؛ هغه ډله چې د روسیې او منځنۍ اسیا لپاره ګواښ ګڼل کېږي.

کابلوف د روسیې له دولتي خبري اژانس تاس سره په مرکه کې ویلي، د منځنۍ اسیا د امنیت په برخه کې د روسیې او طالبانو همکاري لا هم روانه ده.

نوموړي زیاته کړې، طالبان په دې برخه کې خپل مسوولیت ترسره کوي او د داعش پر وړاندې د اقداماتو له امله یې د طالبانو د هڅو ستاینه کړې ده.

کابلوف همدارنګه کابل ته د روسیې د لومړي وزیر د اقتصادي چارو مرستیال الکسي اوورچوک د سفر په اړه ویلي، چې دغه سفر د افغانانو ترمنځ پراخ لېوالتیا او خوښي راپارولې ده.

اوورچوک د لړم په ۲۱مه، د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت تر رسمیت پېژندلو وروسته، د دویم ځل لپاره کابل ته سفر وکړ او د طالبانو د حکومت له یو شمېر چارواکو، د ریاست‌الوزرا له مشر، د هغه له اقتصادي مرستیال او د بهرنیو چارو له وزیر سره یې لیدلي دي.

کابلوف ویلي، که اړین هوکړې وشي، د طالبانو د حکومت پلاوي هم کولی شي روسیې ته سفر وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version