په فغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) وایي، چې د جون د ۹ او ۱۰ مې شپې په هوايي بریدونو کې د افغانستان په سوېل ختیځ ولایتونو خوست، پکتیکا او په خیتځ کونړ کې ۱۳ ملکي وګړي شهیدان شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
یوناما ویلي، چې د ملکي تلفاتو دا پېښه د اندېښنې وړ ده او باید وڅېړل شي.
یوناما دې پېښې په غبرګون کې یو ځل بیا د تاوتریخوالي کمولو، دایمي اوربند، د ملکي وګړو د خوندیتوب، د بشري مرستو لپاره د لارو د بیا پرانستلو او د اختلافاتو د هواري لپاره د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
