Home افغانستان ګارډین: د تېلو د بیو لوړېدل بشري مرستو ته ستر ګواښ دی
افغانستان نړۍ

ګارډین: د تېلو د بیو لوړېدل بشري مرستو ته ستر ګواښ دی

د بریټانیا ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د امریکا او اسراییلو له لوري پر ایران جګړې د نړۍ د تېلو بیې بې‌سارې ډول لوړې کړې دي، چې له امله یې پر بې‌وزلو خلکو سخت اغېز کړی او بشري مرستې له جدي خنډونو سره مخ شوې دي.

په ورته مهال د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام د افغانستان څانګې ویلي دي، د وچې پورې تړلي افغانستان ته د خوراکي توکو د لېږد لګښت درې چنده زیات شوی دی. د خوړو نړۍوال پروګرام وایي، د مرستو رسېدل اوس څو اوونۍ زیات وخت نیسي، چې له امله یې کورنۍ تر سخت فشار لاندې راغلي او ماشومان له لوږې سره مخ پاتې کېږي.

راپور وایي، د تېلو د بیو لوړېدو د خوړو، درملو او نورو ضروري توکو لېږد ورو کړی او حتی ځینې مرستې یې بندې کړې دي. بشري بنسټونه اوس غوښتنه کوي چې د هرمز تنګي له لارې دې یو “بشري دهلېز” پرانیستل شي، څو لږ تر لږه بند پاتې مرستې خپلو اړمنو خلکو ته ورسېږي.

د نړۍ والې ژغورنې کمېټې د بېړنیو چارو مرستیال باب کېچن ویلي، جدي او عاجلو خبرو ته اړتیا ده، څو د هرمز له لارې د مرستو د لېږد لپاره حل لارې پیدا شي. د هغه په وینا، دا مهال په دوبۍ کې د ۱۳۰ زره ډالرو په ارزښت درمل بند پاتې دي، چې باید د سوډان شاوخوا شلو زرو کسانو ته ورسېږي.

همداراز، د سره صلیب او سره میاشت د نړۍ وال فدراسیون یوه مسووله وایي، چې د تېلو د بیو لوړېدل نه یوازې د خلکو پر ورځني ژوند اغېز لري، بلکې د مرستندویو ادارو پر کارونو هم مستقیم فشار راوړي.

د راپور له مخې، د جګړې له پیل راهیسې د تېلو بیه له شاوخوا ۶۰ ډالرو څخه تر نږدې ۱۲۰ ډالرو پورې لوړه شوې او اوس مهال شاوخوا ۱۱۱ ډالرو ته رسېدلې ده. دا زیاتوالی د هرمز تنګي د تړل کېدو او محدودېدو له امله رامنځته شوی، چې نړیوال اکمالاتي سیستم یې ګډوډ کړی دی.

د ماشومانو د ژغورنې بنسټ وایي، هر پنځه ډالره د تېلو د بیې زیاتوالی دې ادارې ته په میاشت کې شاوخوا ۳۴۰ زره ډالره اضافي لګښت اړوي، چې دا د نږدې څلوېښت زره ماشومانو د یوې میاشتې مرستې سره برابر دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام خبرداری ورکړی، چې د دې وضعیت له امله ښايي ۴۵ میلیونه نور خلک له لوږې سره مخ شي، په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم ۳۱۸ میلیونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ وو.

راپور زیاتوي، چې په افغانستان، یمن، سومالیا او نورو هېوادونو کې د خوړو او درملو بیې په چټکۍ لوړې شوې دي. په ځانګړي ډول افغانستان ته د خوراکي توکو لېږد درې برابره ګران شوی، چې د ماشومانو د لوږې خطر یې زیات کړی دی.

راپور زیاتوي، چې په ورته وخت کې، نړۍ والې مرستې هم کمې شوې دي او امریکا خپله بهرنۍ مرسته ۵۷ سلنه راکمه کړې او د بریټانیا مرستې هم د ۲۰۰۸ کال راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې دي.

بشري بنسټونه خبرداری ورکوي، چې که دا وضعیت دوام وکړي، نه یوازې به لوږه زیاته شي، بلکې دا به د کډوالۍ، کرنیزو ستونزو او حتی شخړو د زیاتېدو لامل هم وګرځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version