Home افغانستان د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍ واله ورځ؛ کابل کې د رسنیو پر ستونزو او ملاتړ خبرې شوې
افغانستان

د مطبوعاتو د ازادۍ نړۍ واله ورځ؛ کابل کې د رسنیو پر ستونزو او ملاتړ خبرې شوې

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په کابل کې د مې درېیمې، د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه وکړه، چې پکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو، د بېلابېلو رسنیو مسوولینو او د رسنیو ملاتړو بنسټونو استازو ګډون کړی و.

په غونډه کې د رسنیو پر وضعیت، اطلاعاتو ته د لاسرسي اسانتیاوو، د رسنیو اقتصادي ستونزو، د خبریالانو د روزنې پروګرامونو او له رسنیو د ملاتړ پر اړتیا خبرې وشوې.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشراتو معین مولوي حیات الله مهاجر فراهي وویل، حکومت د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی او د رسنیو د اقتصادي ستونزو د حل لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازو هم وویل، چې دوی د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپېریال د رامنځته کولو ترڅنګ د ظرفیت لوړونې پروګرامونه هم پلي کړي دي.

ګډونوالو د رسنیو د اقتصادي ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او له خبریالانو د ملاتړ پر اړتیا ټینګار وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version