د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د پاکستان د ولسمشر آصف علي زرداري د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې د ګندهارا تمدن او د ځینو فرهنګي عناصرو تړاو باید د تاریخي واقعیتونو له مخې وکتل شي، نه د سیاسي ادعاوو له مخې.
کرزي په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د پاکستان ولسمشر دا ادعا کړې وه، چې د ګندهارا تمدن د پاکستان د ملي هویت برخه ده او همدارنګه د “آدم خان او درخاني” کیسه او د رباب موسیقي یې د خپل کلتوري میراث په توګه یاد کړي دي.
خو کرزي ټینګار کړی، چې د تاریخ د تمدني روایتونو له مخې، ګندهارا تمدن د لرغوني آریانا پورې تړاو لري؛ چې له بامیانو نیولې تر سند پورې پراخ شوی و او د هغه په وینا، د شمالي هند او د اوسني پاکستان ځینې برخې د لرغوني افغانستان د تمدني تسلسل برخه ګڼل کېږي.
هغه زیاته کړې، چې د “آدم خان او درخاني” افسانوي کیسه او د رباب موسیقي د افغان کلتور مهمه برخه ده، چې په بېلابېلو تاریخي سرچینو او معاصرو معلوماتي بنسټونو کې د افغانستان د ناملموس کلتوري میراث په توګه ثبت شوې ده.
کرزي همدارنګه یادونه کړې، چې د رباب جوړولو او غږولو هنر د افغانستان له مهمو دودیزو هنرونو څخه دی، چې په نړۍواله کچه هم پېژندل شوی او د یونسکو له خوا د افغانستان د کلتوري میراث په توګه ثبت شوی دی.
