د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سرچینې د هغه د استوګنځي د طالبانو لهخوا د محاصرې په اړه خپاره شوي راپورونه ردوي.
د حامد کرزي له دفتر څخه سرچینې رڼا ته ویلي، چې د کرزي کور د هېڅ لوري لهخوا نه دی محاصره شوی.
سرچینې زیاتوي، چې نن ورځ یوازې هغو کسانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د معمول په څېر به هره ورځ د حامد کرزي کور ته ورتلل.
حامد کرزی له هغو افغان مشرانو څخه دی، چې په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته هم په افغانستان کې پاتې شوی او په کابل کې ژوند کوي.
کرزي تر دې وړاندې له بلومبرګ سره په یوه مرکه کې ویلي وو، چې ډېری وخت ورته له خپل کور څخه د وتلو اجازه هم نه ورکول کېږي.
