Home افغانستان مجاهد: د دغو بریدونو په وړاندې به مناسب ځواب ورکړل شي
افغانستان

مجاهد: د دغو بریدونو په وړاندې به مناسب ځواب ورکړل شي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د پاکستان پوځ تېره شپه یو ځل بیا د افغانستان پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په پایله کې یې څلور ملکي وګړي شهیدان شوي دي.

مجاهد په یوه بیان کې دغه بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې دا د ټولو اصولو خلاف ښکاره تجاوز او جنایت دی.

د طالبانو حکومت ویاند ټینګار کړی، چې د پاکستان د پوځ د تجاوزونو او تېریو په وړاندې به په پرېکنده دریځ سره مناسب ځواب ورکړل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې پاکستاني پوځي چارواکو د دغو بریدونو د توجیه لپاره یوه ورځ مخکې ادعا کړې وه، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ډرون الوتکې اوښتې دي.

مجاهد دغه ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې پر افغان خاوره هوايي بریدونه ښایي د پاکستان د داخلي ستونزو د توجیه لپاره ترسره شوي وي.

هغه خبرداری ورکړی، چې د ده په وینا، د پاکستان د پوځ بې‌محاسبې او کرکجن اقدامات د افغان ولس غوسه پاروي او ښیي د پاکستاني پوځي چارواکو لپاره ناوړه پایلې ولري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version