Home افغانستان الفلاح بانک په افغانستان کې خپل بانکي فعالیتونه غضنفر بانک ته وسپارل
افغانستان سوداګري

الفلاح بانک په افغانستان کې خپل بانکي فعالیتونه غضنفر بانک ته وسپارل

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې الفلاح بانک له څه باندې دوو لسیزو فعالیت وروسته په افغانستان کې خپل بانکي خدمات بند کړي او د دغه بانک فعالیتونه غضنفر خصوصي بانک ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې او یو شمېر نورو رسنیو د شنبې په ورځ، د لړم په ۱۶مه، د الفلاح بانک د یوې خبرپاڼې له قوله راپور ورکړی، چې د دغه بانک د شتمنیو د پلور معامله د لړم په ۱۴مه، د افغانستان او پاکستان د اړوندو څارونکو ادارو له تأیید وروسته وروستۍ شوې ده.

د الفلاح بانک په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې یې بانکي فعالیتونه درولي او د اړوندو قوانینو او مقرراتو له مخې به د خپلو څانګو د تړلو بهیر بشپړ کړي.

الفلاح بانک په ۲۰۰۵ کال کې په کابل کې خپله لومړنۍ څانګه پرانیستې وه او وروسته یې خپل فعالیتونه هرات ولایت ته هم وغځول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version