Home افغانستان طالبان له اروپايي هېوادونو د خپلو قونسلګرۍ استازو د منلو غوښتنه کوي
افغانستان سیاست

طالبان له اروپايي هېوادونو د خپلو قونسلګرۍ استازو د منلو غوښتنه کوي

د جرمني ان‌ډي‌آر رسنۍ د راپور له مخې، طالبان پر یو شمېر اروپايي هېوادونو فشار راوړي چې د دوی قنسولي استازي ومني.

راپور وايي، د افغانستان سفارت په برلین کې له څو اوونیو راهیسې د هغو افغانانو د پاسپورټونو او نورو اسنادو غوښتنې نه مني، چې له بلجیم، فرانسې، سویس او اتریش څخه ورغلي وي.

د راپور له مخې، طالبان غواړي اروپايي هېوادونه د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په تړاو د هوکړې په بدل کې د دوی قنسولي چارواکي هم ومني. په ورته وخت کې، په بروکسل، پاریس، جنیوا او ویانا کې د افغانستان سفارتونه لا هم د پخواني جمهوري نظام د ډیپلوماتانو تر ادارې لاندې دي.

د طالبان حکومت وایي، چې اوس مهال شاوخوا ۴۰ افغانې ډیپلوماتیکې استازولۍ له دوی سره په همغږۍ فعالیت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version