Home نړۍ ډونالډ ټرمپ: د سولې د شورا غړو د غزې لپاره د پنځه میلیارده ډالرو د مرستو ژمنه کړې
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د سولې د شورا غړو د غزې لپاره د پنځه میلیارده ډالرو د مرستو ژمنه کړې

ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې د هغه تر مشرۍ لاندې د سولې د شورا غړو د غزې د خلکو لپاره له پنځه میلیارده امریکایي ډالرو څخه زیاتې بشري او بیارغونې مرستې ژمنه کړې ده.

نوموړي دا اعلان د یکشنبې په ورځ په خپلې ټولنیزې رسنۍ ټروت سوشیل کې خپور کړ. د هغه په وینا، دغه مرستې به د ۱۴۰۴ لمریز کال د سلواغې په ۳۰مه، د امریکا د پلازمېنې واشنګټن ښار کې، د «ډونالډ جي ټرمپ د سولې بنسټ» په ودانۍ کې د یوې رسمي غونډې پر مهال اعلان شي.

ټرمپ ویلي، هغه هېوادونه چې د سولې د شورا غړیتوب لري، نه یوازې مالي مرستې کوي، بلکې زرګونه کسان به د نړۍوال ثبات ساتونکي ځواک او د ځایي امنیتي ځواکونو په چوکاټ کې وګماري، څو د غزې د خلکو امنیت او سوله ټینګه وساتل شي. نوموړي ټینګار کړی، چې ح.ماس باید خپله ژمنه پوره کړي او بې له ځنډه خپلې وسلې کېږدي.

هغه دا هم ویلي، چې د غزې د جګړې د تلپاتې پای ته رسولو لپاره یې تېر کال یوه طرحه وړاندې کړې وه، چې وروسته د د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري په بشپړ اتفاق ومنل شوه. د ټرمپ په وینا، د همدې بهیر له لارې بشري مرستې په بې‌ساري چټکتیا ورسول شوې او ټول ژوندي او مړه بندیان خوشې کړل شول.

ټرمپ زیاته کړې چې د سولې د شورا بنسټیز غړي تېرې میاشتې د سویس هېواد په داووس ښار کې سره راټول شوي وو. په دې ناسته کې د غزې د ولس د راتلونکي، د هغوی د ژوند د ښه کېدو او د نړیوالې سولې د پراخ لیدلوري په اړه خبرې وشوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version