Home نړۍ نتنیاهو وايي، له ایران سره د امریکا هر ډول تړون باید د ایران اټومي بنسټونه په بشپړه توګه له منځه یوسي
نړۍ

نتنیاهو وايي، له ایران سره د امریکا هر ډول تړون باید د ایران اټومي بنسټونه په بشپړه توګه له منځه یوسي

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ ویلي، چې هغه تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر ته ویلي، چې له ایران سره هر ډول تړون باید یوازې د یورانیمو د غني کولو د بندولو خبره نه وي، بلکې د ایران ټول اټومي وسایل او بنسټونه باید بشپړ له منځه یووړل شي.

نتنیاهو دا خبرې د امریکا د یهودي سازمانونو د مشرانو کلني کنفرانس ته د وینا پر مهال کړې. هغه ویلي، چې اسرائیل لا هم اړتیا لري، ترڅو په غزه کې د تونلونو د ویجاړولو کار بشپړ کړي. د هغه په وینا، تر اوسه شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره تونلونه نړول شوي دي.
ټاکل شوې ده، چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو دوهم پړاو روانه اوونۍ پیل شي. د راپورونو له مخې، ایران هڅه کوي له امریکا سره داسې اټومي تړون ته ورسېږي، چې دواړو لورو ته اقتصادي ګټې ولري.
نتنیاهو ویلي، چې دی د داسې تړون په اړه شکمن دی، خو ټینګار یې کړی، چې ټول غني شوي اټومي مواد باید له ایران څخه وباسل شي.
هغه زیاته کړې“باید هېڅ ډول د غني کولو وړتیا پاتې نه شي؛ نه دا چې یوازې بهیر ودروو، بلکې هغه وسایل او بنسټونه باید له منځه ولاړ شي چې د غني کولو امکان برابروي.”

ایران او امریکا روانه میاشت بیا خبرې پیل کړې دي، څو د ایران د اټومي پروګرام پر سر خپله څو لسیزې پخوانۍ شخړه حل کړي او د نوې پوځي نښتې مخه ونیسي. د امریکايي چارواکو په وینا، امریکا سیمې ته دویمه جګړه‌ییزه سمندري بېړۍ لېږلې او که خبرې ناکامې شي، د اوږدمهاله پوځي عملیاتو احتمال هم شته.

نتنیاهو همداراز ویلي، چې غواړي اسرائیل د راتلونکو لسو کلونو په ترڅ کې له امریکا څخه پوځي مرستې پای ته ورسوي. اوسنی لس کلن تړون، چې له مخې یې اسرائیل هر کال درې اعشاریه اته میلیارده ډالر تر لاسه کوي، په ۲۰۲۸ کال کې ختمېږي.
هغه زیاته کړې، “د پیاوړي اقتصاد له امله موږ کولای شو د پوځي مرستو مالي برخه ورو ورو صفر ته راکمه کړو. زما وړاندیز دا دی چې دا مرستې په لسو کلونو کې بشپړې پای ته ورسوو.”
نوموړي همدارنګه ویلي، چې موږ غواړو له امریکا سره اړیکه له مرستې څخه مشارکت ته واړوو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version