Home لوبې پېښور زلمي د رحمان‌الله ګربز د اخیستو په اړه وضاحتي خبرپاڼه خپره کړه
لوبې

پېښور زلمي د رحمان‌الله ګربز د اخیستو په اړه وضاحتي خبرپاڼه خپره کړه

په خپره شوې خبرپاڼه کې پېښور زلمي لیکلي، چې دا لوبډله تل د پاکستان سوپر لیګ د لا ښه‌والي لپاره هڅې کوي او په همدې موخه یې په تېرو کلونو کې ګڼ بهرني لوبغاړي هم دې لیګ ته راجلب کړي دي.

دوی ویلي، رحمان‌الله ګربز یې ځکه غوره کړی و، چې هغه د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري د لوبو اجازه لرله او همدارنګه د پاکستان کرکټ بورډ له خوا د PSL د بولۍ په رسمي لېسټ کې شامل و.

پېښور زلمي زیاته کړې، چې په یاد لېسټ کې یې ګربز یوازې د دې لپاره اخیستی و، چې لوبډلې ورته اړتیا لرله او د هغوی په اند، له هغه پرته بل مناسب لوبغاړی نه و. د لوبډلې په وینا، رحمان‌الله ګربز په بشپړه توګه په مسلکي او اصولي بڼه غوره شوی او له دې پرته یې کوم بل هدف نه درلود.

د یادونې ده، چې تېره ورځ پېښور زلمي اعلان وکړ، چې رحمان‌الله ګربز یې له بولۍ مخکې خپلې لوبډلې ته شامل کړی دی. له دې اعلان وروسته افغانانو پر رحمان‌الله ګربز او پاکستانیانو پر جاوید افرېدي سختې نیوکې وکړې.

له دغو نیوکو وروسته، نن رحمان‌الله ګربز په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، چې هغه له نړۍوال جام وروسته افغانستان ته ستنېږي او سږکال د پاکستان سوپر لیګ لپاره وخت نه لري، ځکه غواړي د خپل خیریه بنسټ چارې پر مخ یوسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version