منظور احمد پښتین د اسلاماباد په امامبارګاه د برید په اړه اندېښنه څرګنده کړه او دا یې خورا خواشینونکی او د غندنې وړ عمل وباله.
نوموړي وویل، “تېره ورځ په بنو کې د جاني خیل د قبیلې مشر ملک نصیب خان د پاکستاني پوځ په مستقیمه ډزو وژل شوی دی. همدارنګه، د تیراه او سنټرل کرم خلک د ترهګرۍ د مخنیوي په نوم له خپلو کورونو ایستل شوي، حال دا چې اصلي ستونزه د خلکو نه، بلکې د پوځ او حکومتي پالیسۍ سره وه.”
پښتین پوښتنه کړې، چې ولې حکومت د اسلاماباد پر سولهییزو احتجاجونو بندیز لګولی، خو د امامبارګاه د چاودنې مخه یې نه ده نیولې.
هغه زیاته کړه، په دې جګړه کې عام خلک د درد، ویر او بېکورۍ سره مخ دي، پداسې حال کې چې جنرالان مالي ګټې، فابریکې او ځمکې ترلاسه کوي. نوموړي ټینګار کړی، چې د استعمار ختمول یوازې د خلکو په ښکاره مقاومت او د خپلو حقونو په دفاع کې ممکن دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې په پاکستان کې د مذهبي ځایونو پر وړاندې بریدونه، د قبایلي سیمو د خلکو جبري انتقال او د حکومت امنیتي اقدامات د خلکو اندېښنې ډېرې کړي دي.
