پښتنو فعالینو په وروستیو کې یو همغږی کمپاین پیل کړی چې پکې ادعا کېږي، روانې وسلهوالې شخړې او جګړې د پاکستان د امنیتي تګلارو تر نوم لاندې، په اصل کې د پنجاب د سیاسي او اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره پر مخ وړل کېږي.
فعالین ټینګار کوي، چې د دغو جګړو انساني، ټولنیز او جغرافیایي زیان په نامتناسب ډول پر پښتنو او بلوڅو سیمو او ولسونو اوښتی، په داسې حال کې چې د واک اصلي مرکزونه تر ډېره له مستقیمو پایلو خوندي پاتې دي. د دوی په وینا، دا وضعیت د دولت دننه د ځواک د نابرابر وېش یو روښانه انځور وړاندې کوي.
دوی پر هغو پښتنو غږ کړی، چې لا هم د پاکستان امنیتي ځواکونه او پوځ کې په ټیټه کچه دندې ترسره کوي. د فعالینو په باور، په دغو جوړښتونو کې پاتې کېدل نه یوازې د شخصي امنیت له پلوه جدي خطرونه لري، بلکې په سیاسي لحاظ هم دوه پراخې پایلې زېږوي:
لومړی، د هغه دولتي روایت پیاوړتیا چې ګواکې پښتانه او بلوڅ هم د هغو جګړو شریکان دي، چې په اصل کې د پنجاب د واکمنو کړیو ګټې خوندي کوي؛
او دوهم، د سیمهییزو ولسونو ترمنځ د تاوتریخوالي دوام، چې پکې د یو قوم غړي د بل قوم پر وړاندې کارول کېږي.
فعالین همداراز وایي، چې پاکستاني پوځي جوړښت پر پښتنو د «تاوان هر لور ته» معادله پلي کوي—یعنې که جګړه وګټل شي یا وبایلل شي، انساني بیه یې بیا هم همدوی پرې کوي. د دوی په وینا، تر اوسه د ګټو او زیان ترمنځ دا توازن د واکمن مرکزونو پر وړاندې نه دی بدل شوی.
د سیمهییزو سرچینو له مخې، یوازې په تېرو څو میاشتو کې سلګونو پښتنو د دغو واقعیتونو په درک کولو سره د پاکستان په امنیتي ادارو کې لیکې پرېښې دي.
په ورته وخت کې، سیاسي او مدني حرکتونه هم په زیاتېدونکي ډول پر هغو پالیسیو تمرکز کوي، چې د پنجاب د واکمن رول د پوښتنې لاندې راولي.
شنونکي وایي، که دا بحثونه دوام وکړي، ښايي د پاکستان دننه ژر تر ژره پښتون او پلوڅ قومونه د پاکستاني رژیم د بې عدالتیو څخه خلاص او د خپلواکو نظامونو څخه برخمن شي. هغه موضوعات چې له کلونو راهیسې نړۍوال بشري حقونو خپلواک بنسټونه ورباندې ټینګار کوي.
