Home افغانستان اوچا: افغانستان کې د میندو د مړینې کچه لوړه ده
افغانستان

اوچا: افغانستان کې د میندو د مړینې کچه لوړه ده

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، چې افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د میندو د مړینې کچه پکې ډېره لوړه ده.

اوچا زیاته کړې ده، چې شاوخوا ۶۰۰ مړینې د هرو ۱۰۰ زره ژوندیو زیږونونو په مقابل کې ثبتېږي.

اوچا ویلي، چې د مسلکي روغتیايي خدمتونو او ښځینه روغتیايي کارکوونکو شتون د میندو ژوند ژغوري، خو د ښځو پر ګډون لګېدلي محدودیتونه د اړینو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی کم کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version