Home افغانستان مجاهد: د روسیې سره د پوځي هوکړې د تطبیق بهیر به ژر پیل شي
افغانستان سیاست

مجاهد: د روسیې سره د پوځي هوکړې د تطبیق بهیر به ژر پیل شي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزیر، د روسیې په کوربتوب جوړ شوي نړۍوال امنیتي کنفرانس کې له ګډون وروسته، نن کابل ته ستون شوی.

د طالبانو حکومت دفاع وزیر کابل نړۍوال هوايي ډګر ته د رسېدو پر مهال د افغانستان او روسیې ترمنځ د پوځي همکارۍ د هوکړه‌لیک د عملي پړاو د پیل په اړه د خبریالانو یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د دغه هوکړه‌لیک عملي چارې به په راتلونکو ورځو کې پیل شي.

هغه زیاته کړه٧مه: «د دې هوکړه‌لیک په اړه به نورې خبرې اترې او بحثونه وشي، څو د هغه د تطبیق او عملي کولو څرنګوالی په روښانه توګه مشخص شي.»

د مسکو امنیتي غونډه د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو د لوړپوړو امنیتي او دفاعي چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، چې پکې د امنیتي همکاریو، سیمه‌ییزو بدلونونو او دوه‌اړخیزو اړیکو پر موضوعاتو خبرې شوې.

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر، محمد یعقوب مجاهد، روسیې ته له سفر او د مسکو له نړۍوال امنیتي کنفرانس څخه تر راستنېدو وروسته ویلي، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د پوځي ـ تخنیکي همکارۍ د هوکړه‌لیک عملي چارې به په نږدې راتلونکي کې پیل شي.

نوموړي د کابل نړۍوال هوايي ډګر کې خبریالانو ته ویلي، چې افغان پلاوي روسیې ته د مسکو په رسمي بلنه سفر کړی و او په یوه مهم نړۍوال امنیتي کنفرانس کې یې ګډون کړی دی. د هغه په وینا، افغانستان د هغو محدودو هېوادونو له ډلې و چې په دغه غونډه کې یې د وینا فرصت درلود.

مجاهد ټینګار کړی، چې له روسیې سره لاسلیک شوی سند یو پوځي ـ تخنیکي هوکړه‌لیک دی، نه دفاعي یا امنیتي تړون. هغه زیاته کړې، چې په راتلونکو ورځو کې به د دغه هوکړه‌لیک د عملي کېدو چارې پیل او د تطبیق پر څرنګوالي به نورې خبرې اترې هم وشي.

د دفاع وزیر په وینا، د دې هوکړه‌لیک موخه د افغانستان د پوځي تجهیزاتو د ساتنې، ترمیم او تخنیکي ظرفیتونو لوړول دي. هغه ویلي، چې د افغانستان د پوځ ډېری الوتکې، چورلکې او یو شمېر نور تجهیزات روسي جوړ دي او د اغېزمنې استفادې لپاره تخنیکي همکاریو ته اړتیا لري.

نوموړي همداراز ویلي، چې افغانستان د نورو هېوادونو، په ګډون د امریکا او برازیل، پوځي تجهیزات هم لري او د اړتیا او متقابلې لېوالتیا په صورت کې له دغو هېوادونو سره د ورته همکاریو هوکړه‌لیکونه هم لاسلیک کېدای شي.

مجاهد ټینګار کړی، چې د افغانستان ملي ګټې د هر ډول هوکړې بنسټ جوړوي او هېڅ داسې تړون به لاسلیک نه شي چې د هېواد له ګټو سره په ټکر کې وي.

هغه د پاکستان د احتمالي اندېښنو په اړه ویلي، چې افغانستان د خپل دفاعي ځواک د پیاوړتیا هڅې روانې ساتي، څو د هېواد امنیت خوندي او د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې د دفاع وړتیا لوړه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Exit mobile version