ډاکټر نجیب ننګیال وایي، افغانستان دا مهال د بهرنيو ګواښونو پر وړاندې د روايت له پلوه په روښانه او ايډيال حالت کې نه دی. د ده په وينا، اوسنی وضعيت له پېچلتيا او ابهامه ډک دی او دريځ نيول پکې د پخوا په څېر ساده نه دي؛ بلکې زړورتيا او جرائت غواړي.
ننګیال ټينګار کوي، چې د پخواني حالت پر بنسټ د نن تحليل او موقف نيول که څه هم اسانه لاره ده، خو دا د ملي مسئوليت څخه تېښته ده. دی وايي، نوی حالت دا ايجابوي چې د وطن د لوړو ګټو لپاره خطر ومنل شي، خلک د نوي واقعيت له مخې منسجم کړل شي او د ملت ژغورنې ته تر شخصي خونديتوب لومړيتوب ورکړل شي.
هغه زياتوي، په داسې شرايطو کې ځينې خبرې يوازې خواصو ته د ويلو وړ وي او عامه ذهنيت ته يې بشپړ وضاحت ممکن نه وي. د ده په باور، هغه کسان چې په همدې ستونزمن حالت کې پر اعتماد ولاړ پاتې کېږي، د ځانګړې مننې وړ دي.
