افغانستان

په پنجشیر کې د بیروج د رسمي استخراج چارې پیل شوې

په پنجشیر ولایت کې د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا، د بیروج قیمتي ډبرو د رسمي استخراج چارې د اقتصادي ځان‌بسیاینې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په هدف پیل شوې دي.

د طالبانو حکومت د پنجشیر ولایت مقام وایي، د بازارک مرکز اړوند سیمو کې د بیروج د استخراج رسمي بهیر پیل شوی او دا قیمتي ډبره د کانونو په رسمي لېست کې شامله شوې ده. چارواکي زیاتوي، چې په بېلابېلو ولسوالیو کې د بیروج لس کانونه تثبیت شوي دي.

د مسؤلینو په وینا، د عنابه او آبشار ولسوالیو لپاره د استخراج جوازونه هم صادر شوي او تمه کېږي چې هلته به هم نږدې وخت کې عملي کارونه پیل شي.

که څه هم په پنجشیر کې د قیمتي ډبرو کانونه د اقتصادي ودې لپاره مهم بلل کېږي، خو کارپوهان او ځایي اوسېدونکي د غیرې مسلکي او غیر قانوني کان کېندنو له امله د ضایع کېدو، د کانونو د چټک تخریب او د طبیعي سرچینو د ناوړه مدیریت په اړه اندېښنې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *