افغانستان

“موږ ووژنئ…د ایران له زندانونو د افغان کډوالو خونړۍ او زړه بوږنوونکې کیسې!

رڼا ټلوېزیون د هغو افغان کډوالو له ډلې له څو تنو سره خبرې کړې دي چې نه یوازې خپله د دغو پېښو قربانیان پاتې شوي، بلکې د هرې شېبې عیني شاهدان هم دي.
هغه څه چې دوی روایتوي، د یوې عادي کډوالۍ کیسه نه ده؛ بلکې د درد، سپکاوي، لوږې، وهلو ټکولو او انساني ذلت یوه ویرجنه قصه ده.
د دوی په خبره، دا هر څه همدا تازه، په وروستیو ورځو کې پېښ شوي دي.
دغه افغانان وایي، کله چې یې یوازې د یوې مړۍ ډوډۍ په هیله د افغانستان خاوره پرېښوده، نه پوهېدل چې د مرګ، تحقیر او عذاب یوې داسې لارې ته روان دي چې هره شېبه به پکې د انسانیت جنازه پورته کېږي.
د کرمان ولایت په ځینو سیمو کې، وسله‌والو غلو د دوی لارې ونیولې. د ماشومانو ژړا، د ښځو چیغې او د سپین‌ږیرو سوالونه هېڅ اغېز ونه کړ. غلو هر هغه څه ترې واخیستل چې د دوی له سترګو ښکاره کېدل؛ پیسې، موبایلونه، جامې، بکسونه او هر هغه شی چې ارزښت یې درلود.
خو د کډوالو په خبره، تر دې هم دردناکه خبره دا وه چې د غلو او ځینو پولیسو ترمنځ یو ډول پټه همغږي موجوده وه.
د شاهدانو په وینا، غلو به کډوال لوټل، مالونه به یې ترې اخیستل او وروسته به یې هماغه خلک پولیسو ته سپارل. بیا به پولیس هغوی زندانونو او توقیف ځایونو ته انتقالول.
ځینې قربانیان وایي، داسې احساس کېده لکه د غلو او پولیسو ترمنځ چې ناویلې معامله موجوده وي:
«مال یې ستاسو… سر یې زموږ.»
یعنې غلو به شتمني وړله او پولیسو به انسانان.
خو د دوی په خبره، اصلي دوزخ لا وروسته پیل شو.
کله چې هغوی د کرمان توقیف ځای ته ولېږدول شول، هلته داسې وضعیت موجود و چې د انسان له تصوره پورته و. له یو او دوه میاشتنیو ماشومانو نیولې، تر امیندواره ښځو، ناروغانو، ځوانانو او بوډاګانو پورې، ټول په یوه تنګه، چټله او له سختې ګرمۍ ډکه خونه کې اچول شوي وو.
نه پاکې اوبه وې، نه ډاکټر، نه دوا، نه مناسب خواړه او نه هم د انسان په نوم کوم رحم.
شاهدان وایي، پولیس به هره شېبه راننوتل، خلک به یې په لغتو، سوکانو او قمچینو وهل. څوک چې به یې جیب کې لږې پیسې پیدا کړې، ترې اخیستې به یې. ځینې کډوال به یې یوازې د دې لپاره وهل چې «ولې راغلي یاست؟»
د یوه کډوال په خبره:
«موږ هلته انسانان نه وو، داسې احساس مو کاوه لکه حیوانات چې په قفس کې غورځول شوي وي.»
د خوشې کېدو لپاره به لږ تر لږه اووه میلیونه تومان غوښتل کېدل. هغه کسان چې پیسې یې لرلې، څو ورځې وروسته خوشې کېدل، خو بې‌وزله خلک به اوونۍ او ان میاشتې هلته پاتې وو.
لوږه تر دې حده رسېدلې وه چې یوه وچه ډوډۍ به د څلورو کسانو ترمنځ وېشل کېده. ځینې ماشومان به د لوږې له لاسه ژړل او میندې به نه پوهېدې چې هغوی څنګه ارام کړي.
د امیندواره ښځو حالت تر ټولو دردناک و.
شاهدان وایي، یوه امیندواره ښځه د سختې ګرمۍ، تود لمر او د پولیسو د ناوړه چلند له امله بې‌هوښه شوه. نوموړې ښځه د ساعتونو لپاره د سوځنده لمر لاندې پرېښودل شوې وه. پولیسو اجازه نه ورکوله چې سیوري ته ولاړه شي، او نه یې اجازه ورکوله چې خپل سامان له ځانه سره واخلي.
یو بل ځوان افغان، چې د پولیسو له سخت وهلو وروسته د ساه بندۍ او کانګو له ستونزې سره مخ شوی و، د ساعتونو لپاره بې‌مرستې پروت و او هېچا یې پوښتنه نه کوله.
خو تر ټولو ویرونکی حالت هغه وخت و چې ځینو ښځو، کورنیو او ستړو کډوالو له ژړا سره پولیسو ته ویل:
«که رحم نه لرئ، نو په همدې وسلو مو ووژنئ… خو له دې عذابه مو خلاص کړئ. یا مو افغانستان ته ولېږئ او یا هم دلته زموږ ژوند ختم کړئ. موږ خپله وینه دربښلې ده… یوازې موږ له دې دوزخه وژغورئ.»
د کډوالو په خبره، وروسته چې هغوی د زاهدان توقیف ځای ته انتقال شول، وضعیت لا هم وحشتناک شو.
هلته به یوازې یوه کوچنۍ کاسه جوش شوې وریجې شاوخوا پنځلسو کسانو ته ورکول کېدې. خلک به د سختې لوږې له امله د هماغې یوې کاسې پر سر راټولېدل؛ یو بل ته به یې لاسونه غځول، څو یوازې څو مړۍ وخوري او ژوندي پاتې شي.
وهل ټکول، سپکاوی، توهین، د پیسو اخیستل او له انسانانو سره غیرانساني چلند، د دغو توقیف ځایونو ورځنی انځور و.
دا هر څه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې په وروستیو اوونیو کې ایراني چارواکو څو ځله د افغانانو له مېلمه‌پالنې او ښه چلند مننه کړې ده، او هغه ایراني کاروانونه چې د افغانستان له لارې تېر شوي، په عزت، احترام او ځانګړو مراسمو بدرګه شوي دي.
خو دغه افغان کډوال وایي، په مقابل کې له دوی سره داسې چلند شوی چې د انسان زړه ټوټې ټوټې کوي.
د هغوی په خبره، د کرمان او زاهدان دغه توقیف ځایونه زندانونه نه وو… بلکې «د ځمکې پر سر یو ژوندی دوزخ» و.
په پای کې دغه کډوال بېرته افغانستان ته راستانه شوي، خو د دوی په خبره، هغوی اوس هم له سختو فزیکي او رواني ستونزو سره مخ دي.
دوی وایي، په کرمان او زاهدان کې یوازې د څو ورځو پاتې کېدل، د ایراني غلو او پولیسو چلند، وهل ټکول، سپکاوی او هغه ویرونکې صحنې دومره ژور اغېز پرې کړی چې ښایي کلونه کلونه یې له روان او بدن سره پاتې شي.
ځینې یې وایي لاسونه، سرونه او د بدن نور غړي یې په څو ځایونو کې مات شوي دي، خو تر جسمي درد هم سخت، هغه رواني زخمونه دي چې تر اوسه ورسره ژوند کوي.
د دوی په خبره، هره شپه چې سترګې پټوي، هماغه چیغې، وهل ټکول، د ماشومانو ژړا، د امیندواره ښځو بې‌هوښه کېدل او د زندان تورو خونې یې ذهن ته راځي.
یو تن وایي:
“موږ اوس هم خوب نه شو کولای. چې شپه شي، هماغه صحنې مو سترګو ته درېږي. داسې احساس کوو لکه لا هم په هماغه دوزخ کې بند پاتې یو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *