نړۍ

ټرمپ اداره: د موقتي ویزو لرونکي دې د ګرین کارډ لپاره خپلو هېوادونو ته ستانه شي

‏د ټرمپ ادارې اعلان کړی، هغه کسان چې امریکا ته په موقتي ویزو تللي او غواړي دایمي استوګنې کارت (ګرین کارډ) ترلاسه کړي، باید خپلو هېوادونو ته ستانه شي او هلته د امریکا د قونسلګریو له لارې غوښتنه وکړي.

د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې ویاند زک کاهلر ویلي، له دې وروسته به یوازې په استثنايي حالاتو کې خلکو ته اجازه ورکړل شي چې له امریکا دننه خپل مهاجرتي حالت بدل کړي.

هغه ویلي، دا بدلون به د هغو کسانو شمېر کم کړي چې د استوګنې غوښتنه یې رد شي، خو بیا هم په غیرقانوني ډول په امریکا کې پاتې کېږي.

کاهلر زیاته کړې، د دې تګلارې له مخې به د تابعیت او کډوالۍ ادارې سرچینې نورو مهمو قضیو ته ځانګړې شي.

خو د امریکا د تابعیت او کډوالۍ ادارې پخواني چارواکي ډاګ رینډ ویلي، دا پالیسي به د ډېرو کسانو لپاره د دایمي استوګنې کارت ترلاسه کول ستونزمن او حتا ناممکن کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *