نړۍ

په پاکستان کې امنیتي وضعیت خراب شوی، وسله‌وال بریدونه زیات شوي

د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټېټیوټ (PIPS) د تازه راپور له مخې، په پاکستان کې وسله‌وال تاوتریخوالی د تېرو لسو کلونو تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.

په راپور کې ویل شوي، چې د پښتونخوا او بلوچستان په ګډون په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي پېښو، بریدونو او وسله‌والو فعالیتونو شمېر زیات شوی دی.

بل لور ته، د اېکانمسټ ورځپاڼې په یوه تحلیل کې راغلي، چې که څه هم د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر هڅه کوي د هېواد د امنیتي وضعیت او پوځ د ځواکمن رول نړۍوال انځور وړاندې کړي، خو د هېواد دننه له سختو امنیتي ننګونو سره مخ دی.

په راپور کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP)، بلوڅ ازادي غوښتونکو او نورو وسله‌والو ډلو د بریدونو زیاتوالی د امنیتي وضعیت د خرابېدو له مهمو لاملونو څخه یاد شوی دی.

تحلیلونه زیاتوي، چې دا وضعیت د پاکستان لپاره د اوږدمهاله امنیتي او سیاسي ننګونو نښه ده، شنونکي وایي، چې په بلوچستان او پښتونخوا کې د پاکستان پوځ د پاشل کېدو پر لور روان دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *