د نیپال او د چین د تبت په سیمه کې د سختو سېلابونو او ځمکې ښویېدنې له امله نږدې ۱،۵۰۰ کسان لادرکه دي او د چارواکو په وینا، یوازې په نیپال کې لږ تر لږه ۳۸۹ کسان مړه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د همالیا په یوه سیند کې د خټو او ډبرو سترې ښویېدنې د اوبو مسیر بند کړی او وروسته یې پراخ سېلابونه رامنځته کړي، چې ګڼ ښارونه او درې یې زیانمنې کړې دي.
د نیپال د ګرځندوی ادارې د پنجشنبې په ورځ ویلي، د ۳۴ هېوادونو ۶۶۸ سیلانیان له خپلو کورنیو او اړوندو ادارو سره اړیکه نه لري، چې ډېری یې د غرنیو سیمو د سیاحت پر سفرونو تللي وو.
د معلوماتو له مخې، په لادرکه کسانو کې لږ تر لږه ۱۷۷ هندیان، ۹۰ امریکایان، ۳۴ اسټرالیایان، ۳۳ بریتانویان او ۲۵ کاناډایان شامل دي. د چین د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې په نیپال کې شاوخوا ۱۰۰ چینايي اتباع لادرکه دي.
بل لور ته، د چین په تبت کې د ګیرونګ ولسوالۍ چارواکي د ۵۵۸ کسانو د لادرکېدو راپور ورکوي چې ۲۶۰ یې بهرني اتباع دي. په دغه سیمه کې لږ تر لږه درې کسان مړه شوي دي.
د چین صدراعظم لي چیانګ د پنجشنبې په ورځ د سېلاب او ځمکې ښویېدنې سیمې ته تللی او د ژغورنې او بېړنیو مرستو د عملیاتو د لارښوونې غوښتنه یې کړې ده.
د نیپال ژغورونکو د لادرکو کسانو د موندلو لپاره چورلکې کارولي او هغو سیمو ته یې بېړنۍ مرستې رسولي چې د سېلابونو له امله له نورو سیمو سره یې لارې پرې شوې دي.
چارواکي وايي، د سړکونو او پلونو پراخ ویجاړیدل د ژغورنې چارې له جدي ستونزو سره مخ کړې دي. ژغورونکي هڅه کوي ټپیان روغتونونو ته ولېږدوي؛ د ځینو ټپیانو د سینې د هډوکو د ماتېدو او د پوستکي د سوځېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
دا سیمه د لسا او کتمندو ترمنځ د تګ راتګ له مهمو غرنیو مسیرونو څخه ده او هر کال ګڼ سیلانیان او زیارت کوونکي ورته ورځي.
