په نیپال او د چین تر کنټرول لاندې تبت کې د سختو سېلابونو او ځمکې ښوېدنې له امله د مړو شمېر ۶۳۳ تنو ته رسېدلی او نږدې ۳۰۰۰ کسان لا هم لادرکه دي.
راپورونه وایي، د چهارشنبې ورځې له ویجاړونکو سېلابونو وروسته ژغورونکي لا هم د لادرکه کسانو د موندلو هڅې کوي. د نیپال د طبیعي پېښو ادارې په وینا، په لادرکه کسانو کې د اوبو برېښنا پروژو ۹۳۳ کارکوونکي، سیلانیان او د مذهبي زیارت لپاره تللي کسان شامل دي.
د سره صلیب نړۍواله کمېټه وایي، ښايي د دغو سېلابونو له امله شاوخوا ۹۳ زره کسان اغېزمن شوي وي او د مړو شمېر به نور هم لوړ شي.
په نیپال کې د چارواکو په وینا، ۶۲۶ کسان مړه شوي او ۲۴۲۶ کسان لا هم له خپلو کورنیو سره په اړیکه کې نه دي. په تبت کې بیا اووه کسان مړه او ۵۵۴ نور لادرکه دي.
په همدې حال کې، د هند چارواکو د نیپال له لوري بهېدونکو سیندونو کې د اوو کسانو مړي موندلي دي.
چارواکي وایي، د نورو سېلابونو د احتمال له امله د ژغورنې عملیات له جدي ستونزو سره مخ دي او په ځینو سیمو کې د خوړو او څښاک اوبو کمښت هم رامنځته شوی دی.
