د طالبانو حکومت د جوزجان ولایت لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست ویاند محبالله ویلي، دغه وسایل د چهارشنبې په ورځ، د اکتوبر پر اوومه، د دوی د څارنې پر مهال ضبط شوي وو.
د هغه په وینا، یاد وسایل وروسته سوځول شوي دي.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د موسیقۍ پر وړاندې سخت محدودیتونه لګولي او د موسیقي وسایل یې له موسیقۍ پلورنځیو، هنرمندانو او د ودونو له تالارونو څخه راټول او له منځه وړي دي.
ملګرو ملتونو هم په خپلو راپورونو کې ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارو د موسیقۍ د خپرولو په اړه پر موټرچلوونکو، هوټلونو او د ودونو پر تالارونو محدودیتونه لګولي دي.
د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، که څه هم د موسیقۍ د ټول هېواد په کچه د بندیز لپاره یو واحد او څرګند فرمان نه دی خپور شوی، خو د طالبانو اړوندو ادارو د بېلابېلو لارښوونو او اقداماتو له لارې پر موسیقۍ محدودیتونه عملي کړي دي.
